
ایکنانیوز راپور راکوي،د ژوند د کتاب په توګه د قرآن کریم یادول، پيژندل او ورباندې عمل کول،د ټول بشریّت په تیره بیا د مسلمانانو لپاره ډيرمهم دی په همدې خاطر باید د قرآن کریم زده کول په ماشومتوب کې پيل شي،څو د عمر په زیاتیدا سره له قرآن کریم سره لازیاته پيژندګلوي او انس هم ترلاسه شي، لکه څنګه چې ماشومان د هرې پوهې او کار د زر درک لپاره تازه ذهن او ښه توانمني لري ، مور پلار باید خپل بچیان له هماغه ماشومتوبه له قرآني تعلیماتو سره بلد کړي او دوي د قرآن کریم د یادونې په لاره سم کړي.

البته ددې لپاره چې د تاسو بچی وتوانیږي ، په قرآني ډګر کې مناسبې یادونې او زده کړې ولرل شي، لازمه ده دزده کړې سمه روده وکاروئ. نن سبا له دودیزو رودو څخه استفاده ممکنه ده ، له یوې مودې وروسته د ماشومانو د ستړیکیدا او یه یادونې دوروسته پاتیکیدا سبب شي، په ه مدې خاطر ضروري ده څو په ماډرن رودو او نوو آوزارونو څخه په استفادې سره دغه زده کړې وړاندې شي.
ارواپيژند هم په دې اند دي چې کله زده کړه له لوبو او ساعت تیري سره یو ځاي شي ، نو ماشومان په ډير شوق سره له یادونې سره لیوالتیا پيدا کوي. نن سبا هم د موبایل ټیلیفونونو د نرم آوزارونو یا سافت وئيرز په پراختیا ، او داطلاعاتو او ارتباطاتو د ټيکنالوجۍ د آوزارونو په یادونې سره دغه حوزه په زده کړې کې د لامهم او پراخ پلیټ فارم په توګه کارول کیږي. په همدې خاطر د ؛ قرآني ریل ؛ نومې لوبه یو هغه مورد دی چې د ؛ زده کونکو،د بچیانو انټرنیټي دنیا ؛ نومې پوه بنسټه شرکت په همت سره په همداوروستیو کې او د موبایل ټيلیفون په سسټمونو کې او د یوې کمپیوټري لوبو په توګه تولید شوې او هڅه ئې کړې ده څو د لوبې په وخت ماشومانو ته د قرآن کریم آیتونه هم ورزده کړئ شي.

په دغه پروګرام کې هڅه شوې ده ، څو لوبې په عین جذابیت کې ، د ذهن او حافظې د پياوړتیا، او سترګې اولاس دغږملتیا سبب شي او ماشوم دقرآن کریم له لنډو آیتونو سره بلد شي. په حقیقت کې ؛قرآنی ریل؛ نومې لوبې کې هڅه شوې ده څو د ماشومانو په مختلفو او مناسبو لوبو څخه په استفادې سره ښکلي اورنګ په رنګ انځورونو او په زړه پورې غږ او آواز سره ماشومان بوخت وساتي او د ماشومانو له ذهن سره مناسبې سورې دوي ته ورزده کړي.
په دغه نرم آوزار یا سافټ وئير کې د لوبې په هرې برخې کې ، هغه مهال چې ماشوم د خپلې خوښې په فعالیتونو بوختیږي،په یووخت د قرآن غږ اوتلاؤت آوریدلی شی او د قرآن آیتونه د لیکنې پهبڼه هم ویني چې د سترګو لاس او غوږ دغږملتیا دپياوتیا سبب کیږي او په اخوښه توګه د قرآن دیرش سپارې حفظ کوي.

ددغه نرم آوزار یا سافټ ویر په چاپيریال کې ماشوم له دوو ریل ګاډو سره مخ کیږی چې په هر دواړو ریل ګاډو کې د انجن د ډرائيور په ځائيګی کې یو ماشوم د ریل ګاډي سټیرنګ ته کیني، لومړي ریل ګاډی ۱۴ ډبې لری او دوهم ریل ګاډی هم ۱۵ ډبې لري ، چې په هر یوې ډبې د قرآن د دیرشو سپارو یو شمیر نامې لیکل شوي دي . لومړنۍ ډبه د توحید سورې ته مخصوصه ده ، په دغې ډبې کې لس لوبې اټکل شوي دي او په هرې لوبې کې کله ماشوم هره مرحله په بریالیتوب سره سر ته رسوي، نو دتوحید سوره په ترتیب سره د ماشومتوب په غږ سره خپریږي.
https://iqna.ir/fa/news/4213899